غزني کې د ولسي وګړو پر موټر ماین چاودنه شوې ده

7 سنبله 1397 ساعت 14:56

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وږي ۷ مه د غزني ښار اړوند د ارزو په سیمه کې شوې ده.

د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل وايي د ولسي وګړو موټر غزني ښار ته په لارو چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 107763

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107763/

جمهور
  https://www.jomhornews.com