سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وږي ۷ مه د غزني ښار اړوند د ارزو په سیمه کې شوې ده.
د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل وايي د ولسي وګړو موټر غزني ښار ته په لارو چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:غزني