ټرمپ بیا د افغانستان جګړه مسخره او بې مانا وبلله

5 عقرب 1399 ساعت 9:22

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه یوه مسخره او بې مانا جګړه ده.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه یوه مسخره او بې مانا جګړه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې پر خپل انتخاباتي سیال جوبایډن هم په دې برخه کې نیوکې کړې ویلي یې دي، جوبایډن د اوباما د حکومت پر مهال ډېرې تېرتونې کړې او په افغانستان کې یې د امریکایانو وینې او پیسې بې ځایه لګولې دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې افغانستان او عراق کې د امریکا تېره ۱۹ کلنه جګړه کاملا د امریکا بې ګټې وه او امريکا بې ځايه میلیاردونه ډالر پرې لګولي دي.

د امریکا ولسمشر ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به روانه جګړه ختموي او خپل سرتېري به له افغان خاوري وباسي.

د یادونې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځلې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه بې مانا او د امریکا لپاره له زیانونو ډکه بللې وه، ویلي یې و، امریکا د ټولنې نړۍ د پولیسو رول نه شي لوبولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132828

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com