۰

ټرمپ بیا د افغانستان جګړه مسخره او بې مانا وبلله

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه یوه مسخره او بې مانا جګړه ده.
ټرمپ بیا د افغانستان جګړه مسخره او بې مانا وبلله
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه یوه مسخره او بې مانا جګړه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې پر خپل انتخاباتي سیال جوبایډن هم په دې برخه کې نیوکې کړې ویلي یې دي، جوبایډن د اوباما د حکومت پر مهال ډېرې تېرتونې کړې او په افغانستان کې یې د امریکایانو وینې او پیسې بې ځایه لګولې دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې افغانستان او عراق کې د امریکا تېره ۱۹ کلنه جګړه کاملا د امریکا بې ګټې وه او امريکا بې ځايه میلیاردونه ډالر پرې لګولي دي.

د امریکا ولسمشر ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به روانه جګړه ختموي او خپل سرتېري به له افغان خاوري وباسي.

د یادونې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځلې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه بې مانا او د امریکا لپاره له زیانونو ډکه بللې وه، ویلي یې و، امریکا د ټولنې نړۍ د پولیسو رول نه شي لوبولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي