د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان شوه

29 قوس 1399 ساعت 14:04

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزنی ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان کړه وايي، دغه ټاکنې به راتلونکی کال په میزان میاشت کې تر سره شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزنی ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان کړه وايي، دغه ټاکنې به راتلونکی کال په میزان میاشت کې تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه کابل کې خبري ناستې ته و ویل، چې د ټاکنو کمېسوین خپلو مسوولیتونو تر سره کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د راتلونکي کال میزان میاشت کې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې تر سره کړي.

نوموړې وايي، په تېرو ټاکنو کې ګڼې تېروتنې وې، خو زیاتوي چې په راتلونکو ټاکنو کې به یې مخنیوی وشي او هېچاته به اجازه ورنکړي څو په دغه پروسه کې درغلي وکړي.

د پارلماني ټاکنو ۱۷مه دوره له څلورو کلونو وروسته د ۱۳۹۷ کال په میزان میاشت کې تر سره شوه، خو د یوې واحدې ټاکنیزې حوزې په توګه غزني کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناندرۍ را ولاړې شوې او یوازنی ولایت و چې پارلماني ټاکنې په کې ونه شوې.

حکومت هڅه وکړه چې دغه ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشي او د ۱۳۹۸ کال د میزان میاشتې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د غزني پارلماني ټاکنې هم ترسره کړي، خو بیا هم ونه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com