۰

د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان شوه

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزنی ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان کړه وايي، دغه ټاکنې به راتلونکی کال په میزان میاشت کې تر سره شي.
د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان شوه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزنی ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان کړه وايي، دغه ټاکنې به راتلونکی کال په میزان میاشت کې تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه کابل کې خبري ناستې ته و ویل، چې د ټاکنو کمېسوین خپلو مسوولیتونو تر سره کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د راتلونکي کال میزان میاشت کې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې تر سره کړي.

نوموړې وايي، په تېرو ټاکنو کې ګڼې تېروتنې وې، خو زیاتوي چې په راتلونکو ټاکنو کې به یې مخنیوی وشي او هېچاته به اجازه ورنکړي څو په دغه پروسه کې درغلي وکړي.

د پارلماني ټاکنو ۱۷مه دوره له څلورو کلونو وروسته د ۱۳۹۷ کال په میزان میاشت کې تر سره شوه، خو د یوې واحدې ټاکنیزې حوزې په توګه غزني کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناندرۍ را ولاړې شوې او یوازنی ولایت و چې پارلماني ټاکنې په کې ونه شوې.

حکومت هڅه وکړه چې دغه ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشي او د ۱۳۹۸ کال د میزان میاشتې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د غزني پارلماني ټاکنې هم ترسره کړي، خو بیا هم ونه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي