کابل کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

19 دلو 1399 ساعت 9:37

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند مکروریانو سیمه کې شوې ده.

د کابل پولیس وايي، چاودنه په یوه های لکس موټر شوې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.

دوی زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کابل نېږدې هر سهار په ماین چاودنه او مرګ ژوبله پيلېږي.

که څه هم لوړ پوړو چارواکو په وار وار ویلي، چې هڅې کوي، د دغه چاودنو مخنیوی وکړي، خو تر اوسه بریالي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com