واشنګټن پوسټ: د امریکا وروستۍ طرحه افغان جګړه ختمولی شي

26 حوت 1399 ساعت 8:39

امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د دغه هېواد ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي.


امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د دغه هېواد ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځې پاڼې په یوه مطلب کې ټینګار کړي، چې د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره مهمه ده.

د مطلب د لیکوال په باور دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سمه لار دی او په خبره یې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسول یوازې د یوه ګډ حکومت د جوړولو له لارې ممکن دي.

په ورځپاڼه کې ویل شوي، د امریکا نوې طرحه له فساد سره مبارزې باندې ټینګار کوي، د شفافو ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدو ملاتړ کوي، موازي ځواکونه او قدرتونه له منځه وړي، د واحد او شریک حکومت جوړېدل غواړي، د جګړو ختمولو او اوربند باندې ټینګار کوي او په دې توګه په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته زمینه برابروي.

په مطلب کې راځي چې له همدې امله د امریکا طرحه په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره غوره لار ده خو امریکا یې باید پر ژمنو عمل وکړي او له افغانانو سره د یوه پیاوړي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com