د پکتیکا د وازې خوا امنیه قوماندان وژل شوی

6 ثور 1400 ساعت 10:20

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه د وازخوا ولسوالۍ په مرجان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین وايي، د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان په سیمه کې پولیسو ته اکمالات کول، چې د طالبانو له برید سره مخ شو.

د هغه په وینا د طالبانو له برید سره سم نښته رامنځ ته شوې، چې په کې د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان په کې وژل شوی دی.

ارین وايي، په نښته کې نورو پولیسو او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

طالبانو تایید کړې، چې جګړه یې کړې، امنیه قوماندان او د هغه دوه تنه ساتونکي یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 


د مطلب کود: 138460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com