۰

د پکتیکا د وازې خوا امنیه قوماندان وژل شوی

دوشنبه ۶ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.
د پکتیکا د وازې خوا امنیه قوماندان وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه د وازخوا ولسوالۍ په مرجان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین وايي، د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان په سیمه کې پولیسو ته اکمالات کول، چې د طالبانو له برید سره مخ شو.

د هغه په وینا د طالبانو له برید سره سم نښته رامنځ ته شوې، چې په کې د وازې خوا ولسوالۍ امنیه قوماندان په کې وژل شوی دی.

ارین وايي، په نښته کې نورو پولیسو او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

طالبانو تایید کړې، چې جګړه یې کړې، امنیه قوماندان او د هغه دوه تنه ساتونکي یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي