امریکا: له افغانستان سره ديپلوماتیک ارتباط مهم دی

20 سنبله 1400 ساعت 7:49

 امریکا وایي له کابل د امریکایي وګړو بریالی پرواز له طالبانو او افغانستان سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو د موجودیت په مانا ده.


امریکا وایي له کابل د امریکایي وګړو بریالی پرواز له طالبانو او افغانستان سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو د موجودیت په مانا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ټوېټ پیغام کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د دوی د سرتېرو تر وتلو وروسته لومړۍ ډله افغانانو ته د طالبانو له لوري اجازه ورکړل شوې چې له افغانستان ووځي.

د هغه په وینا دا پرواز په دې مانا ده چې له افغانستان سره د ديپلوماتیکو اړیکو د پاللو شونتیا شته ده.

بلېنکن وايي، اړیکې له خنډونو، ننګونو، ستونزو او ځينو نیمګړتیاوو ډکې دي خو بیا یې هم موجودیت مهم دی.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو وار له مخ د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د پراخو ديپلوماتیکو اړیکو د پاللو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142391

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142391/

جمهور
  https://www.jomhornews.com