۰

امریکا: له افغانستان سره ديپلوماتیک ارتباط مهم دی

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۹
 امریکا وایي له کابل د امریکایي وګړو بریالی پرواز له طالبانو او افغانستان سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو د موجودیت په مانا ده.
امریکا: له افغانستان سره ديپلوماتیک ارتباط مهم دی
امریکا وایي له کابل د امریکایي وګړو بریالی پرواز له طالبانو او افغانستان سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو د موجودیت په مانا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ټوېټ پیغام کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د دوی د سرتېرو تر وتلو وروسته لومړۍ ډله افغانانو ته د طالبانو له لوري اجازه ورکړل شوې چې له افغانستان ووځي.

د هغه په وینا دا پرواز په دې مانا ده چې له افغانستان سره د ديپلوماتیکو اړیکو د پاللو شونتیا شته ده.

بلېنکن وايي، اړیکې له خنډونو، ننګونو، ستونزو او ځينو نیمګړتیاوو ډکې دي خو بیا یې هم موجودیت مهم دی.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو وار له مخ د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د پراخو ديپلوماتیکو اړیکو د پاللو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي