چین:

 د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ستونزو لامل امریکا ده

14 سرطان 1401 ساعت 10:48

کابل کې د چین سفیر وانګ یو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوسنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو لامل او مسووله امریکا ده.


کابل کې د چین سفیر وانګ یو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوسنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو لامل او مسووله امریکا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو چې د پکتیکا او خوست کې د زلزلې ځپلو کورنیو سره د خپل هېواد نغدي او غیر نغدي مرستې افغان سرې میاشتې چارواکو ته سپارلې دغه څرګندونې وکړې.

ښاغلي وانګ یو و ویلو چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ لامل په دغه هېواد کې د امریکا غیر مسوولانه مداخله ده.

نوموړي زیاته کړه، امریکا د افغانستان مالي زیرمې محدودې کړې دي چې له امله یې اوس افغانان په یوه مړۍ ډوډۍ پسې حیران دي، په داسې حال کې چې ۴۳ میلیارد ډالر یې د اوکراین لپاره ځانګړې کړې دي.

د یادونې ده، چې چین له دې وړاندې هم په وار وار د افغان شتمنۍ د کنګل کولو له امریکا پر امریکا نیوکې کړې او ترې غوښتې یې دي، چې د افغانستان د خلکو کنګل کړې شتمني آزاده کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152224

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com