کابل کې د چین سفیر وانګ یو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوسنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو لامل او مسووله امریکا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو چې د پکتیکا او خوست کې د زلزلې ځپلو کورنیو سره د خپل هېواد نغدي او غیر نغدي مرستې افغان سرې میاشتې چارواکو ته سپارلې دغه څرګندونې وکړې.
ښاغلي وانګ یو و ویلو چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ لامل په دغه هېواد کې د امریکا غیر مسوولانه مداخله ده.
نوموړي زیاته کړه، امریکا د افغانستان مالي زیرمې محدودې کړې دي چې له امله یې اوس افغانان په یوه مړۍ ډوډۍ پسې حیران دي، په داسې حال کې چې ۴۳ میلیارد ډالر یې د اوکراین لپاره ځانګړې کړې دي.
د یادونې ده، چې چین له دې وړاندې هم په وار وار د افغان شتمنۍ د کنګل کولو له امریکا پر امریکا نیوکې کړې او ترې غوښتې یې دي، چې د افغانستان د خلکو کنګل کړې شتمني آزاده کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل