پاکستان د یوه کال لپاره له افغانستان نه د ډبرو سکاره په کلدارو اخلي

15 سرطان 1401 ساعت 9:08

پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد د اقتصادي همغږۍ کمېټې تازه پرېکړه کړې چې د یوه کال لپاره به له افغانستان د ډبرو سکاره واردوي او دا سکاره به د ډالرو پر ځای په کلدارو پېري.


پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد د اقتصادي همغږۍ کمېټې تازه پرېکړه کړې چې د یوه کال لپاره به له افغانستان د ډبرو سکاره واردوي او دا سکاره به د ډالرو پر ځای په کلدارو پېري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې زیاته کړې، چې د اقتصادي ودې لپاره باید ډالر وساتل شي او په محلي پیسو کاروبار وشي.

تر دې وړاندې د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف هم سوداګرو ته امر کړی و، چې د افغانستان د ډبرو سکاره په کلدارو وارد کړي.

پاکستان دمګړی د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی او هڅه کوي د افغانستان له ډبرو سکرو په استفاده خپلې اړتیاوې پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com