پر غني د کرزي نیوکه: په خپل تګ یې افغانستان زیانمن کړ

15 سرطان 1401 ساعت 9:30

پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې د افغانستان پر مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کړې ده.


پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې د افغانستان پر مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي ویلي، چې ښاغلي اشرف غني په خپل تګ سره افغانستان زیانمن کړ.

نوموړي له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، د اشرف غني په تګ سره په افغانستان کې سترې ستونزې رامنځ ته شوې او هغه داسې یوه پرېکړه وکړه چې افغانستان یې زیانمن کړ.

د ښاغلي کرزي په وینا د هغه په تګ سره نړیوالې ټولنې پر افغانستان بندیزونه ولګول، شتمني کنګل شوه، اردو او پولیس له منځه لاړل او یو منظم اداري سیستم زیانمن شو.

کرزي د نوي حکومت په اړه ویلي، دوی (طالبان) باید داخلي مشروعیت تر لاسه کړي او د ټولو خلکو تایید له ځان سره ولري.

پخواني ولسمشر کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې واک ته د رسېدو او څوکۍ لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري او غواړي چې د یوه عادي افغان په توګه په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152260

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152260/

جمهور
  https://www.jomhornews.com