د انګلستان پخوانی لوبغاړی د افغان لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

1 اسد 1401 ساعت 10:01

د انګلستان پخوانی توپ وهونکی جاناټان ټراټ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو.


د انګلستان پخوانی توپ وهونکی جاناټان ټراټ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټراټ به د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان په راروانه لوبلړۍ کې چې د هېواد له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

دا لوبلړۍ د اګست په نهمه په بلفاست کې پیلېږي او د اګست تر اولسمې نېټې پورې دوام کوي، چې په ترڅ کې یې درې یوورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې په پام کې نیول شوې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152668

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152668/

جمهور
  https://www.jomhornews.com