بامیان: په ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 اسد 1401 ساعت 12:06

سیمه ییز چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون د زمري ۷ مه بند امیر ته په غځېدلې لار دشت خم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بامیانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه کې چې د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

اعلامیه کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې څو تنه وژل شوي خو وايي ټپیان د بامیان ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com