حکومتي چارواکو د بلخ سیلو د بیا فعالولو هوډ کړی دی

9 اسد 1401 ساعت 9:11

ځايي حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د بلخ ولایت سیلو چې له کلونو راهیسې له کاره لوېدلې بېرته فعاله کړي.


ځايي حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د بلخ ولایت سیلو چې له کلونو راهیسې له کاره لوېدلې بېرته فعاله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلخ د سیلو رییس مولوي جاوید صدیقي ویلي، د دې ولایت سیلو به له ۲۵ کلنې وقفې وروسته بیا په کار پیل وکړي او ملکي او پوځي ادارو ته به د اړتیا وړ ډوډۍ چمتو کړي.

د بلخ د سیلو د ډودۍ پخولو برخې له مودو راهیسې تولید نه لاره او د ژرندې برخه یې په تېر نظام کې یوه خصوصي شرکت ته اجاره ورکړل شوې وه.

دغه سیلو په ۱۳۶۳ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې وه او هغه مهال یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ زره ډوډۍ د پخولو ظرفیت درلود او ۱۷۰ تنه کارګرانو کار په کې کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152937

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152937/

جمهور
  https://www.jomhornews.com