ځايي حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د بلخ ولایت سیلو چې له کلونو راهیسې له کاره لوېدلې بېرته فعاله کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د سیلو رییس مولوي جاوید صدیقي ویلي، د دې ولایت سیلو به له ۲۵ کلنې وقفې وروسته بیا په کار پیل وکړي او ملکي او پوځي ادارو ته به د اړتیا وړ ډوډۍ چمتو کړي.
د بلخ د سیلو د ډودۍ پخولو برخې له مودو راهیسې تولید نه لاره او د ژرندې برخه یې په تېر نظام کې یوه خصوصي شرکت ته اجاره ورکړل شوې وه.
دغه سیلو په ۱۳۶۳ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې وه او هغه مهال یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ زره ډوډۍ د پخولو ظرفیت درلود او ۱۷۰ تنه کارګرانو کار په کې کاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل