نور روغتون کې د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات کېږي

10 اسد 1401 ساعت 10:36

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په نور روغتون کې بهرني متخصصین د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات ترسره کوي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په نور روغتون کې بهرني متخصصین د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات ترسره کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، دوشنبه او سه شنبه به دغه عملیاتو ته نوم لیکنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې له هغې وروسته به عملیات کېدونکو کسانو ته د عملیات ورځ وټاکل او هغه کسان چې په ټاکلي وخت چمتو وي، عملیات به یې ترسره شي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د سترګو د عملیاتو لپاره اکثر خلک بهر تلل او سلګونه ډالره به یې لګېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152972

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com