۰

نور روغتون کې د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات کېږي

دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په نور روغتون کې بهرني متخصصین د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات ترسره کوي.
نور روغتون کې د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات کېږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په نور روغتون کې بهرني متخصصین د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات ترسره کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، دوشنبه او سه شنبه به دغه عملیاتو ته نوم لیکنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې له هغې وروسته به عملیات کېدونکو کسانو ته د عملیات ورځ وټاکل او هغه کسان چې په ټاکلي وخت چمتو وي، عملیات به یې ترسره شي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د سترګو د عملیاتو لپاره اکثر خلک بهر تلل او سلګونه ډالره به یې لګېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي