د پاکستان پوځ یوه چورلکه له جنرالانو سره تری تم شوې ده

11 اسد 1401 ساعت 9:43

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه چورلکه په بلوچستان ایالت کې تری تمه شوې ده.


د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه چورلکه په بلوچستان ایالت کې تری تمه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، دغه چورلکه د سېلاب ځپلو د ژغورنې په عملیات بوخته وه، پرون مازیګر پنځه بجې اړیکه پرې او تری تم شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په هیليکوپټره کې یو پوځي جنرال او د پوځ نور لوړپوړي غړي سپاره وو.

ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې هیليکوپټره غورځېدلې ده، خو پوځ لا دا راپورونه نه دي تایید کړي.

پوځ ویلي، د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com