د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه چورلکه په بلوچستان ایالت کې تری تمه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، دغه چورلکه د سېلاب ځپلو د ژغورنې په عملیات بوخته وه، پرون مازیګر پنځه بجې اړیکه پرې او تری تم شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په هیليکوپټره کې یو پوځي جنرال او د پوځ نور لوړپوړي غړي سپاره وو.
ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې هیليکوپټره غورځېدلې ده، خو پوځ لا دا راپورونه نه دي تایید کړي.
پوځ ویلي، د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل