د کابل په پرونۍ چاودنه کې اته تنه وژل شوي دي

15 اسد 1401 ساعت 8:22

امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پرونۍ چاودنې ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پرونۍ چاودنې ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون جمعه د زمري ۱۵ مه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سر کاریز سیمه کې یوه چاودنه وشوه.

امنیتي چارواکي وايي، چاوېدونکي توکي په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و او د عامو خلکو د تګ راتګ په یوه کوڅه کې یې چاودنه کړې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د دريمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کارته سخي سیمه کې پنځه تنه وسله والو سخي ټاور ته ختلي و او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه وکړه.

په دغه نښته کې څلور بریدګر او دوه پولیس و وژل شول او څأور نور پولیس ټپیان شول.

د کابل امنیه قوماندانۍ هغه مهال ویلي و، چې یو بریدګر یې ژوندی نیولی دی.

په کابل کې دغه چاودنه او برید پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې اهل تشیع د محرم مراسم لمانځ.

امنیتي ځواکونه وايي، دوی د محرم مراسمو د لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیولي، خو اهل تشیع له اسلامي امارت نه غوښتي، چې امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 153082

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com