امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پرونۍ چاودنې ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون جمعه د زمري ۱۵ مه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سر کاریز سیمه کې یوه چاودنه وشوه.
امنیتي چارواکي وايي، چاوېدونکي توکي په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و او د عامو خلکو د تګ راتګ په یوه کوڅه کې یې چاودنه کړې.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د دريمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کارته سخي سیمه کې پنځه تنه وسله والو سخي ټاور ته ختلي و او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه وکړه.
په دغه نښته کې څلور بریدګر او دوه پولیس و وژل شول او څأور نور پولیس ټپیان شول.
د کابل امنیه قوماندانۍ هغه مهال ویلي و، چې یو بریدګر یې ژوندی نیولی دی.
په کابل کې دغه چاودنه او برید پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې اهل تشیع د محرم مراسم لمانځ.
امنیتي ځواکونه وايي، دوی د محرم مراسمو د لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیولي، خو اهل تشیع له اسلامي امارت نه غوښتي، چې امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل