پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون سه شنبې د زمري ۱۸ مه شوې او دواړو لورو په افغانستان کې پر وروستي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
ښاغلي کرزي له ایراني سفیر غوښتي چې په ایران کې د مېشتو افغانانو ستونزې حل کړي او د دوی له ځورولو او کړولو لاس واخلي.
د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې حل ته اړتیا لري او ایران دې په دې برخه کې هڅه وکړي.
تر څنګ یې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ هم خبرې شوې دي او دواړو لورو د دغه اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اهمیت خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل