۰

کرزی: ایران دې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي

چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۳۰
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.
کرزی: ایران دې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون سه شنبې د زمري ۱۸ مه شوې او دواړو لورو په افغانستان کې پر وروستي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

ښاغلي کرزي له ایراني سفیر غوښتي چې په ایران کې د مېشتو افغانانو ستونزې حل کړي او د دوی له ځورولو او کړولو لاس واخلي.

د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې حل ته اړتیا لري او ایران دې په دې برخه کې هڅه وکړي.
 
تر څنګ یې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ هم خبرې شوې دي او دواړو لورو د دغه اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اهمیت خبرې کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي