برېتانیا ۲۱ زره افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي

22 اسد 1401 ساعت 10:50

د برېتانیا حکومت وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.


د برېتانیا حکومت وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېتانیا حکومت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېر یو کال کې د دې هېواد یو شمېر وګړي له خپلو کورنیو سره او زرګونه نور افغانان برېتانیا ته راويستل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د تېر کال له دوبي راهیسې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې د متحده عربي اماراتو چاپ نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې برېتانیا د دې افغانانو د استوګنې لپاره په ورځ کې تر یو میلیون پونډو پورې د هوټلونو کرایه پرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com