۰

برېتانیا ۲۱ زره افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي

شنبی ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۰
د برېتانیا حکومت وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.
برېتانیا ۲۱ زره افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي
د برېتانیا حکومت وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېتانیا حکومت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېر یو کال کې د دې هېواد یو شمېر وګړي له خپلو کورنیو سره او زرګونه نور افغانان برېتانیا ته راويستل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د تېر کال له دوبي راهیسې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې د متحده عربي اماراتو چاپ نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې برېتانیا د دې افغانانو د استوګنې لپاره په ورځ کې تر یو میلیون پونډو پورې د هوټلونو کرایه پرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي