امریکا: افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره هڅې کوو

24 اسد 1401 ساعت 9:06

د امریکا د ملي امنیت شورا وایي، افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.


د امریکا د ملي امنیت شورا وایي، افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شورا ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دوی په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د مېرمنو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې وکړی شي په افغانستان کې د بشر حقونه خوندي کړي.

په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ ویاندې هم ویلي دوی به د افغانستان نوی حکومت د ژمنو عملي کولو ته راوبولي او په خبره یې د هر هغه اقدام مخالفت به کوي چې د دوحې هوکړې مخالف وي.

افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي چې دوی د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153336

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153336/

جمهور
  https://www.jomhornews.com