۰

امریکا: افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره هڅې کوو

دوشنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۶
د امریکا د ملي امنیت شورا وایي، افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
امریکا: افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره هڅې کوو
د امریکا د ملي امنیت شورا وایي، افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دوی په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د مېرمنو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې وکړی شي په افغانستان کې د بشر حقونه خوندي کړي.

په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ ویاندې هم ویلي دوی به د افغانستان نوی حکومت د ژمنو عملي کولو ته راوبولي او په خبره یې د هر هغه اقدام مخالفت به کوي چې د دوحې هوکړې مخالف وي.

افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي چې دوی د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي