د امریکا جمهوريپال:

بایډن باید له افغانستان د ځواکونو ایستلو برخه کې مسوول وګڼل شي

25 اسد 1401 ساعت 11:06

د امریکا جمهوریپالو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ګډوډۍ په خاطر به ولسمشر جو بایډن مسوول وګڼي.


د امریکا جمهوریپالو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ګډوډۍ په خاطر به ولسمشر جو بایډن مسوول وګڼي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یکشنبې په ورځ د کانګریس په استازو جرګه کې جمهوریپالو په خپل راپور کې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې سپینه ماڼۍ د ترتیباتو په نیولو کې پاتې وبلله.

په همدې حال کې د جمهوریپال ګوند د استازو جرګې غړي وايي، روانه اوونۍ به یو راپور خپور کړ چې له افغانستانه د بایډن له لوري د ځواکونو ایستل یو ناورین و.

په راپور کې ځینې کلیدي پوښتنې مطرح کېږي لکه دا چې د ځواکونو د ایستلو په اړه په سپینه ماڼۍ کې پرېکړې په څه ډول کېدې، په تېره بیا په داسې حال کې چې ملکیان او ډیپلوماتان له افغانستانه نه و ایستل شوي ولې پوځیان وایستل شول.

ډیر انتقادونه په دې کېږي چې امریکا خپل متحدان په میدان پرېښودل.

خو د جو بایډن د ملي امنیت د سلاکار ویاند اندرین واټسن ویلي، باید پر پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ پړه واچول شي چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com