۰
د امریکا جمهوريپال:

بایډن باید له افغانستان د ځواکونو ایستلو برخه کې مسوول وګڼل شي

سی شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۶
د امریکا جمهوریپالو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ګډوډۍ په خاطر به ولسمشر جو بایډن مسوول وګڼي.
بایډن باید له افغانستان د ځواکونو ایستلو برخه کې مسوول وګڼل شي
د امریکا جمهوریپالو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ګډوډۍ په خاطر به ولسمشر جو بایډن مسوول وګڼي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یکشنبې په ورځ د کانګریس په استازو جرګه کې جمهوریپالو په خپل راپور کې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې سپینه ماڼۍ د ترتیباتو په نیولو کې پاتې وبلله.

په همدې حال کې د جمهوریپال ګوند د استازو جرګې غړي وايي، روانه اوونۍ به یو راپور خپور کړ چې له افغانستانه د بایډن له لوري د ځواکونو ایستل یو ناورین و.

په راپور کې ځینې کلیدي پوښتنې مطرح کېږي لکه دا چې د ځواکونو د ایستلو په اړه په سپینه ماڼۍ کې پرېکړې په څه ډول کېدې، په تېره بیا په داسې حال کې چې ملکیان او ډیپلوماتان له افغانستانه نه و ایستل شوي ولې پوځیان وایستل شول.

ډیر انتقادونه په دې کېږي چې امریکا خپل متحدان په میدان پرېښودل.

خو د جو بایډن د ملي امنیت د سلاکار ویاند اندرین واټسن ویلي، باید پر پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ پړه واچول شي چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي