اسیا جام کرکټ: هند، پاکستان ته ماته ورکړه

7 سنبله 1401 ساعت 7:43

د کرکټ اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې هند، پاکستان ته په څلور وېکټو ماته ورکړه.


د کرکټ اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې هند، پاکستان ته په څلور وېکټو ماته ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون یکشنبې د وږي ۶ مه د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې تر سره شوه.

د لوبې پچه یا ټاس هندي لوبډل مشر روهت شرما وګاټه او لومړی یې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اور کې ۱۴۸ منډې هدف هندي لوبډلې ته وټاکه.

د هندي توپ اچونکو له خوا بونېشور کمار ښه توپ اچونه وکړه او څلور پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

هند په دویمه پاڼې کې د هارډېک پانډیا په ښکلې توپ وهنې سره په ۲۰ اور کې ورکړل شوی هدف پوره او دغه لوبه یې له پاکستان څخه وګټله.

د یادونې ده، چې د دغه جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان سریلانکا ته کمسارې ماته ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153780

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153780/

جمهور
  https://www.jomhornews.com