له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوی

26 سنبله 1401 ساعت 9:06

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یونیسف ویلي چې، تېره اونۍ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره له يو ميليون او ۲۰۰ زره ډېرو ماشومانو ته د شري ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې واکسين تطبيق شوی دی.

یاد کمپاین د روغتیا نړۍ وال سازمان په همکارۍ ترسره شوی څو په افغانستان کې د يادې ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې، د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا د زمري په ۱۹ مه، په يوه خپاره شوي راپور کې راغلي وو چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري ناروغۍ پېښو له کمېدو سره سره د دې ناروغۍ نږدې ۶۵ زره پېښې ثبت شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154406

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154406/

جمهور
  https://www.jomhornews.com