۰

له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوی

شنبی ۲۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.
له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف ویلي چې، تېره اونۍ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره له يو ميليون او ۲۰۰ زره ډېرو ماشومانو ته د شري ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې واکسين تطبيق شوی دی.

یاد کمپاین د روغتیا نړۍ وال سازمان په همکارۍ ترسره شوی څو په افغانستان کې د يادې ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې، د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا د زمري په ۱۹ مه، په يوه خپاره شوي راپور کې راغلي وو چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري ناروغۍ پېښو له کمېدو سره سره د دې ناروغۍ نږدې ۶۵ زره پېښې ثبت شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي