روس او چین:

سویس ته د افغانستان د شتمنۍ لېږدول د منلو وړ اقدام دی

26 سنبله 1401 ساعت 9:15

په امریکا کې د روسیې سفارت سویس ته د افغانستان بانک د شتمنۍ د یوې برخې لیږد د نه منلو وړ اقدام بللی دی.


په امریکا کې د روسیې سفارت سویس ته د افغانستان بانک د شتمنۍ د یوې برخې لیږد د نه منلو وړ اقدام بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت ویلي، د امریکا لخوا له طالبانو سره هم د افغانستان بانک د کنگل شوې شتمنۍ د یوې برخې په ازادېدو مذاکرات یو خودخواهانه عمل دی.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک دا مهال د یو بې ساري اقتصادي ناورین سره لاس او گریوان دي چې د امریکا داسې کړنې یوازې وضعیت لا نور هم خرابوي.

روسیې د امریکا په حکومت غږ کړی څو د افغانستان د خلکو کنگل شوې شتمنۍ په بشپړه توگه ازاده کړي.

په ورته وخت چین هم د امریکا دغه اقدام د نړیوالو اصولو خلاف بللی او په امریکا یې غږ کړی څو د افغانانو شتمنۍ په مکمله توگه ازاده کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د افغان فنډ په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته چې په سویس هېواد کې دی سپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154408

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154408/

جمهور
  https://www.jomhornews.com