په امریکا کې د روسیې سفارت سویس ته د افغانستان بانک د شتمنۍ د یوې برخې لیږد د نه منلو وړ اقدام بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت ویلي، د امریکا لخوا له طالبانو سره هم د افغانستان بانک د کنگل شوې شتمنۍ د یوې برخې په ازادېدو مذاکرات یو خودخواهانه عمل دی.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک دا مهال د یو بې ساري اقتصادي ناورین سره لاس او گریوان دي چې د امریکا داسې کړنې یوازې وضعیت لا نور هم خرابوي.
روسیې د امریکا په حکومت غږ کړی څو د افغانستان د خلکو کنگل شوې شتمنۍ په بشپړه توگه ازاده کړي.
په ورته وخت چین هم د امریکا دغه اقدام د نړیوالو اصولو خلاف بللی او په امریکا یې غږ کړی څو د افغانانو شتمنۍ په مکمله توگه ازاده کړي.
د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د افغان فنډ په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته چې په سویس هېواد کې دی سپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل