له وردګو تر غزني د لویې لارې د بیا رغونې چارې پیل شوې

26 سنبله 1401 ساعت 13:16

د ټولګټو چارو وزارت د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې له وردګ ولایت څخه تر غزي ولایت پورې د سړک جوړونې چارې رسمآ پیل کړې.


د ټولګټو چارو وزارت د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې له وردګ ولایت څخه تر غزي ولایت پورې د سړک جوړونې چارې رسمآ پیل کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وردګو له دراني بازار څخه بیا تر غزني ښار پورې د دغه ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې او ترمیم چارې نن شنبې د وږي ۲۶ مه په رسمي ډول د چارواکو له خوا پیل شوې.

د ملي رادیو تلوېزیون رییس احمدالله وثیق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دغه سړک د جوړولو او ترمیم کار د ټولو ګټو چارو وزارت له خوا د یوه خصوصي شرکت سره د تړون پر مټ پیل شو.

په ورته وخت قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې د دغه سړک پر جوړولو به ۴۰۰ میلیون افغانۍ لګښت راشي.

د ښاغلي نعیم په وینا، د یاد ۸۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې به په راتلونکو ۹ میاشتو کې تمامې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com