د ټولګټو چارو وزارت د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې له وردګ ولایت څخه تر غزي ولایت پورې د سړک جوړونې چارې رسمآ پیل کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وردګو له دراني بازار څخه بیا تر غزني ښار پورې د دغه ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې او ترمیم چارې نن شنبې د وږي ۲۶ مه په رسمي ډول د چارواکو له خوا پیل شوې.
د ملي رادیو تلوېزیون رییس احمدالله وثیق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دغه سړک د جوړولو او ترمیم کار د ټولو ګټو چارو وزارت له خوا د یوه خصوصي شرکت سره د تړون پر مټ پیل شو.
په ورته وخت قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې د دغه سړک پر جوړولو به ۴۰۰ میلیون افغانۍ لګښت راشي.
د ښاغلي نعیم په وینا، د یاد ۸۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې به په راتلونکو ۹ میاشتو کې تمامې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل