۳۷ ټنه روغتیايي تجهیزات او درمل کابل ته را ورسېدل

27 سنبله 1401 ساعت 7:14

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۳مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.


اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۳مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ویلي دغه تازه مرسته چې ۳۷ ټنه روغتیايي تجهیزات او درمل پکې شامل دي کابل ته انتقال شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک اوس مهال، په لویه کچه بېړني بشري وضعیت کې دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو حکومت د حاکمیت سره مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هیواد روغتیايي نظام پاشل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154436

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154436/

جمهور
  https://www.jomhornews.com