اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۳مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ویلي دغه تازه مرسته چې ۳۷ ټنه روغتیايي تجهیزات او درمل پکې شامل دي کابل ته انتقال شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک اوس مهال، په لویه کچه بېړني بشري وضعیت کې دي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
پر افغانستان د طالبانو حکومت د حاکمیت سره مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هیواد روغتیايي نظام پاشل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل