مکروریانو کې د لیلامي مارکېټ کې اور لګېدلی دی

27 سنبله 1401 ساعت 9:30

د سیمې اوسېدونکي وايي، د کابل ښار د څلورم مکروریانو د لیلامیو مارکېټ کې اور لګېدلی او سوځېدلی دی.


د سیمې اوسېدونکي وايي، د کابل ښار د څلورم مکروریانو د لیلامیو مارکېټ کې اور لګېدلی او سوځېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اور لګېدنه نن یکشنبې د وږي ۲۷ مه سهار وخت رامنځ ته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، اور سهار وختي تیاره کې رامنځ ته شوی او د اطفایې موټر د ملا اذان څخه وروسته سیمې ته رسېدلي او تر ۸ بجو پورې یې ونه شوای کولی چې اور مهار کړي.

تر اوسه د دغه اورلګېدنې لامل او زیان نه دی معلوم.

چارواکو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com