۰

مکروریانو کې د لیلامي مارکېټ کې اور لګېدلی دی

یکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
د سیمې اوسېدونکي وايي، د کابل ښار د څلورم مکروریانو د لیلامیو مارکېټ کې اور لګېدلی او سوځېدلی دی.
مکروریانو کې د لیلامي مارکېټ کې اور لګېدلی دی
د سیمې اوسېدونکي وايي، د کابل ښار د څلورم مکروریانو د لیلامیو مارکېټ کې اور لګېدلی او سوځېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اور لګېدنه نن یکشنبې د وږي ۲۷ مه سهار وخت رامنځ ته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، اور سهار وختي تیاره کې رامنځ ته شوی او د اطفایې موټر د ملا اذان څخه وروسته سیمې ته رسېدلي او تر ۸ بجو پورې یې ونه شوای کولی چې اور مهار کړي.

تر اوسه د دغه اورلګېدنې لامل او زیان نه دی معلوم.

چارواکو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي