ملګري ملتونه:

راتلونکی کال به د افغان نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې نه شي

29 سنبله 1401 ساعت 8:24

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل په کابل ښار کې د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه کړې ده.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل په کابل ښار کې د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې يوناما ويلي، پوتزل د ياد ښوونځي له زده کوونکو سره ژمنه کړې چې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدوديتونو د لرې کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو راتلونکی کال په ټول افغانستان کې د نجونو هېڅ ښوونځی تړلی پاتې نه شي.

پوتزل له ښځينه زده کوونکو سره دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زده کړو لګېدلي محدوديتونه پرون يو کلن شول.

د اسلامي امارت چارواکي که څه هم وايي، ډېر ژر به د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي، خو دا نه وايي چې ډېر ژر به يې څومره وخت ونيسي.

د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو دوام په کور د ننه او نړيواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com