افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل په کابل ښار کې د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې يوناما ويلي، پوتزل د ياد ښوونځي له زده کوونکو سره ژمنه کړې چې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدوديتونو د لرې کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو راتلونکی کال په ټول افغانستان کې د نجونو هېڅ ښوونځی تړلی پاتې نه شي.
پوتزل له ښځينه زده کوونکو سره دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زده کړو لګېدلي محدوديتونه پرون يو کلن شول.
د اسلامي امارت چارواکي که څه هم وايي، ډېر ژر به د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي، خو دا نه وايي چې ډېر ژر به يې څومره وخت ونيسي.
د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو دوام په کور د ننه او نړيواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل