د بګرام د هوايي اډې د بیارغونې چارې پیل شوې

31 سنبله 1401 ساعت 6:33

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام د هوايي اډې د ترمیم او فعالولو چارې یې پیل کړې او ډېر ژر به بېرته ورغول شي.


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام د هوايي اډې د ترمیم او فعالولو چارې یې پیل کړې او ډېر ژر به بېرته ورغول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه هوايي اډې د بیارغونې چارې پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه د دفاع وزارت د چارواکو له خوا په رسمي توګه پیل شوې دي.

دفاع وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دوی مسلکي ټیم هڅه کوي دا هوايي اډه ژر ترمیم او استفادې ته چمتو کړي.

سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ مه امریکايي پوځیانو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د بګرام هوايي اډې تاسیسات ویجاړ کړي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com