د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام د هوايي اډې د ترمیم او فعالولو چارې یې پیل کړې او ډېر ژر به بېرته ورغول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هوايي اډې د بیارغونې چارې پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه د دفاع وزارت د چارواکو له خوا په رسمي توګه پیل شوې دي.
دفاع وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دوی مسلکي ټیم هڅه کوي دا هوايي اډه ژر ترمیم او استفادې ته چمتو کړي.
سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ مه امریکايي پوځیانو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د بګرام هوايي اډې تاسیسات ویجاړ کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل