د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کرکټ له لوبغاړو سره لیدلي دي

31 سنبله 1401 ساعت 8:04

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان د کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ له چارواکو سره لیدلي دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان د کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ له چارواکو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حقاني او کرکټ لوبغاړو لیدنه پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه لیدلې ده.

ښاغلي حقاني د کرکټ لوبغاړو ستاینه کړې او ملي لوبغاړي یې په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان استازي بللي دي.

خلیفه سراج الدین حقاني هیله څرګنده کړې، چې ملي لوبغاړي د تل په څېر د ښو لوبو تر څنګ پخپلو کړنو کې د یوه ویاړلي مسلمان هېواد او ولس غوره انځور وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 154556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com